د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په پاکستان کې د چين سفارت د مې په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ چې ۲ چينايان د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوېټه کې تښتول شوي دي.د تښتول شويو کسانو هويتونه او مشخص حالت د پلټنې په حال کې دی.په پاکستان کې د چين سفارت بيړنی نظام پلی کړی او له پاکستان څخه يې غوښتنه کړی چې ژر تر ژره د دې پېښې حقيقت پلټنه وکړي او په پوره توګه د يرغملو د ژغورنې لپاره کوښښ وکړي.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |