د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشی جنس ستولتنبرګ د مې په څليرويشتمه نېټه وويل، د ناټو په سرمشريزه غونډه کې به له ترهګرۍ سره مبارزه او په دې مبارزه کې د دندو وېشلو مسئلو ته پام ورشي.
هغه په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، که څه هم د دې سرمشريزې غونډې وخت لنډ وي، خو ډېر اهميت لري. د اته ويشتو غړو هېوادونو د ترهګرو پر ضد د وحدت روحيه څرګندوي. د ناټو ټول غړي هېوادونه له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي. د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د عدلي او اطلاعاتي ادارو تر منځ همکاريو ته اړتيا لري. د غړو هېوادونو مشران به په دې غونډه کې د ترهګرو سره په مبارزه کې د ناټو د رول د پياړتيا، په افغانستان کې د روزنيزې دندې او د داعش پر ضد د نړيوال اتحاد د ملاتړ په هکله د نظريو تبادلې وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |