د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان منتخب عمومي مدير تدروس ادهانوم ګيبرياسوس د مې په څليرويشتمه نېټه د يو چين د پېژندنې په دريځ بيا ټينګار وکړ او و يې ويل، دغه سازمان به د م م د اړوندو پرېکړه ليکونو سره سم په مناسبه توګه د تايوان په اړه مسئله حل کړي.
هغه د چين د روغتيا او د کورنيو پلانونو دولتی کميټې له مشرې لي بين سره د ليدنې په ترڅ کې وويل، زه به په پر له پسې ډول د روغتيا د نړيوال سازمان او چين تر منځ د همکارۍ د ژورتيا لپاره کوښښ وکړم. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |