CRI Online

وانګ يي : د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان او د شلو هېوادونو ډلې سره همکاري کولی شي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-25 09:32:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په څليرويشتمه نېټه د المان د بهرنيو چارو له وزير سيګمار ګابريل سره د ليدنې وروسته په ګډه سره له خبريالانو سره ليدنه وکړه. وانګ يي د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان او د شلو هېوادونو ډلې تر منځ د همکارۍ ميکانيزم په باب وويل، پروسږ کال، چين په بريالي ډول د شلو هېوادونو د هانګجيو سرمشريزه غونډه جوړه کړه او پکې يو لړ برياليتوبونه لاس ته راغلي دي. لږ څه مخکې، موږ په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشريزه غونډه جوړه کړه او د نړيوال کېدو د مناسب پرختګ لپاره مو نوی خوځنده قوت برابر کړ. موږ د يادو دوو سرمشريزو غونډو لپاره د المان د برابر شويو خدمتونو څخه مننه کوو. چين به تر اندازه پورې د شلو هېوادونو د هامبورګ سرمشريزې غونډې ملاتړ وکړي. د شلو هېوادونو ډله د نړيوال اقتصاد د ادارې په ساحه کې تر نورو مهمه ډله ده. د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي په نننۍ نړۍ کې تر نورو ستر او اغېزمن اقتصادي پلان دی. موږ پر دې باور لرو، چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو پلان پرمخبيول په د شلو هېوادونو ډلې ته د پرمختګ ځواکمن خوځنده قوت برابر کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای