CRI Online

د سوريې پوځ د داعش څو قوماندان ووژل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-25 09:41:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د مې په څليرويشتمه نېټه وويل، حکومتي پوځ په دې وروستيو کې د حلب ولايت په ختيځه برخه کې په پوخي عملياتو کې د داعش څو قوماندان ووژل.

سوري پوځ خبري رسنيو ته ويلي، پوځ په پوځي عملياتو کې په بريالي ډول يو هوايي ډګر او څو کلي بېرته ونيول. د داعش ګڼ شمېر وسلې او اډې په دې عملياتو کې ويجاړ شوي دي.

د سوريې پوځ د پروسږ کال په دسمبر کې د حلب ولايت مرکزي ښار حلب بېرته ونيو او له هغه وروسته يې د دې ولايت په ختيځه برخه کې د داعش پر ضد لويه پيمانه پوځي عمليات تر سره کړل او پکې يې زياتي ځمکې بېرته ونيولې. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای