د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کولتور وزارت، د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر او د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې حکومت به د شينجيانګ د نڅاوو پنځم نړيوال فيسټيوال تر سره کړي. دغه فعاليت به د جولای له شلمې نېټې څخه د اګست تر پنځمې نېټې پورې په اروموچي کې تر سره شي.
د مالوماتو له مخې، د چين خوب او د ورېښمو رنګا رنګ لاره د دې فيسټيوال مطلب دی. د پاکستان، مصر، روسيې په ګډون د اسيايي او اروپايي هېوادونو د نڅاوو ډلې د چين د بېلا بېلو ولايتونو هنري ډلې به په دې فعاليت کې ګډون وکړي او چيني او بهرنيو نندارچيانو ته به کابو شپېته نڅا نندارې برابرې کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |