CRI Online

د چين استازې د روغتيا د نړيوالې غونډې په موده کې د نړيوال روغتيايي سازمان له نوي عمومي مدير او د ځينو هېوادونو د روغتيا له وزيرانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-25 10:30:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د چين د پلاوي مشرې لي بين په ژنيو کې د روغتيا ۷۰ مه نړيواله غونډه کې د ګډون په ترڅ کې په جلا جلا توګه د نړيوال روغتيايي سازمان له نوی عمومي مدير تيدروس عدهنوم او د کانګو، سويس، زامبيا او مالديو په شمول د ځينو هېوادونو د روغتيا له وزيرانو سره وکتل.

لي بين تيدروس عدهنوم ته مبارکې وويله او و يې ويل، چين غواړي په بېلا بېلو ساحو کې له نړيوال روغتيايي سازمان سره همکاري پياوړې کړي، په ګډه د يو کمربند او يوې لارې په اړه د روغتيا برخه کې د دواړو خواوو همکاريز سند تطبيق کړي او د يو کمربند او يوې لارې پر غاړو د پرتو هېوادونو د وګړيو روغتيايي حالاتو د ښه والي لپاره کوښښونه وکړي. تيدروس عدهنوم وويل، دا د عمومي مدير په توګه د ده تر ټاکل کېدو وروسته لومړۍ دوه اړخيزه کتنه ده. هغه به د نړيوال روغتيايي سازمان په مشرۍ له چين سره همکاري ژوره کړي او هيله يې وښودله چې چين په دوامداره توګه له دې سازمان څخه ملاتړ وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای