CRI Online

په افغانستان کې د چيني ژبې پل تر عنوان لاندې سيالي پای ته ورسېده.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-25 10:31:03

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چيني ژبې پل تر عنوان لاندې د نړيوالو محصلينو او زده کوونکو لخوا د چيني ژبې نړيوالې سيالۍ افغان برخه د مې په ۲۴مه نيټه پای ته ورسېده. د کابل پوهنتون د کنفونسيوس پوهنځي محصل احمد ولد احدي او د معرفت ښوونځي زده کوونکي مريم نيکقدم په جلا جلا توګه د محصيلينو او زده کوونکو دوو ډلو لومړی ځای ونيو. دوی به د افغانستان په استازيتوب په چين کې د يادې سيالۍ په پای لوبه کې ګډون وکړي.

ټول ۱۲ تنه محصلينو او زده کوونکو په ياده سيالۍ کې برخه واخيستله او د ويناوو، پوښتنو ته د ځواب او د ځانګړو هنرونو د ښودلو له لارې يې سره سيالي وکړه.

د کابل پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي چيني مشر ښاغلي لي هوی يانګ څرګنده کړه چې د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې موږ د زياتو چيني ژبه ويوونکو په روزلو سره چيني کلتور خپور کړي او د چين اقتصادي پرمختګ او لاسته راوړنې معرفي کړي څو چې د چين او افغانستان ترمنځ هراړخيزې اړيکې لا نورې هم نژدې شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای