CRI Online

په مديترانه کې د بېړۍ د نيمه ډوبېدو له امله ۳۱ تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-25 10:34:14

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايټاليا پوليسو د مې په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ، د کډوالو يوه بېړۍ چې له ليبيا څخه د ايتاليا په لورې روانه وه، په همدې ورځ په اوبو کې په نيمه ډډه ډوبه شوې او کابو ۲۰۰ تنه اوبو ته لوېدلي دي. پوليسو ۳۱ جسدونه موندلي، اټکل کېږي چې د مړه شويو کسانو شمېر لا زيات شي.

اوس دغه جسدونه دوو لويو ژغورونکو بېړيو ته ليږدول شوي او د ژغورنې کارونه روان دي.

د ايټاليا د خبري رسنيو د خبر له مخې، په دغه بېړۍ کې کابو ۷۰۰ کسان سپاره وو چې عمومي وزن يې له ټاکلې اندازې څخه ډېر زيات و، نو بېړۍ په يوه ډډه نيمه ډوبه شوې. د ايټاليا د يوې حکومتي شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې شاوخوا پنځوس کډوال د مديترانې له لارې په ناقانونه توګه ايټاليا ته رسيدلي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای