د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د مې په ۲۴مه نيټه موافقه وکړه چې له بېلا بېلو هېوادونو څخه يې غوښتنه کړې چې د نړيوالو قوانينو د مراعات کولو پر بنسټ د ترهګريزو تبليغاتو ځپنه وکړي.
په دې موافقه کې راغلي، ترهګرو د مذهب د ناسمې پوهېدنې د تبليغاتو له لارې ملاتړ کوونکی او بهرني غړي جلب کړي او پيسې يې راغوندې کړې او کوي يې، په تېره بيا دوی د انټرنيټي شبکې په وسيله يادې موخې ترسره کړې او کوي يې. امنيت شورا دې ته پاملرنه کوي او و يې ويل، اوس بېړنی کار دا دی چې په ګرده نړۍ کې د داعش او القاعدې او اړوندو شخصيتونو او ډلو د هغه عمل مخنيوی وشي چې د ترهګريزو عملياتو د ترسره کولو لپاره خلک لمسوي او راغونډوي. په عين وخت کې بېلا بېل هېوادونه بايد فعال تبليغات پياوړی کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |