CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزو اړيکو څېړنيز راپور خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-25 15:51:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د مې په ۲۵مه نيټه د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريزو اړيکو څيړنيز راپور خپور کړ چې له مخې يې چين او امريکا له خپلمنځي اقتصادي همکارۍ څخه سترې او برابرې ګټې اخيستې دي.

په دې راپور کې له خپلمنځي اقتصادي همکارۍ څخه د چين او امريکا د ګټې اخيستلو حالت بيان شوی او دا ښودل شوې چې چين او امريکا بايد خپلمنځی توپيرونه ښه کنټرول کړي او عملي همکارۍ دې پراخې کړي چې د دواړو هېوادونو وګړيو ته زياتې ګټې ورسوي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند سون جي ون وويل، د چين او امريکا اقتصادي اندازه د ګردې نړۍ څلوېښت سلنه نيسي او د توکيو صادرات يې د نړۍ څلورمه برخه نيسي. د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريز ارزښت په لوړتيا سره، اقتصادي توپيرونه يې هم مخ په زياتېدو دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای