CRI Online

د ترهګرۍ پرضد مبارزې پياوړتيا او د پوځي لګښت شريک کول د ناټو د سرمشريزې غونډې دوه عمده موضوعات شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-25 16:01:34

د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ د می په ۲۴ مه نېټه وويل،چې د ناټو سرمشريزه غونډه چې ژر به پيل شي، دوه عمده موضوعات لري ، يعنې ناټو به څنګه د ترهګرۍ پرضد مبارزه پياوړې کړي او پوځي لګښت به څنګه شريک کړي؟ نوموړي خبر ورکړ چې ناټو پريکړه نه ده کړې چې د داعش پرضد د امريکا په مشرۍ نړيوال ائتلاف کې رسمآ ګډون وکړي که نه.

د ټاکلي پلان له مخې د ناټو سرمشريزه غونډه د می په ۲۵ مه نېټه په بروکسيل کې د ناټو په مقر کې پيليږي او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په لومړي ځل د امريکا په استازيتوب پکې ګډون وکړي. که څه هم دغه سرمشريزه غونډه به يوازې د نيمې ورځې لپاره دوام ولري، خو د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ څو څو ځلې پر دې ټينګار کړی چې دغه غونډه به يوه مهمه غونډه وي او د ناټو د غړو يووالی به وښيي.

په ۲۴ مه نېټه خبري ناسته کې ستولټنبرګ وويل،چې دغه سرمشريزه غونډه دوه عمده موضوعات لري او يوه موضوع يې د ترهګرۍ پرضد مبارزې پياوړتيا ده . نوموړي د مانچيسټر ترهګريز بريد وغانده او د ماشومانو او ځوانانو په نښه کول بې رحمه بريد يې وباله. هغه ټينګار وکړ چې دغه سرمشريزه غونډه به پيغام ورکړي چې د ناټو غړي هېوادونه به په بېلابېلو چارود ترهګرۍ پرضد مبارزې په برخه کې يووالی وساتي. نوموړی وايي:

((د ناټو ټولو ملګرو هېوادونو د داعش پرضد د نړيوال ائتلاف لپاره خدمتونه ترسره کړي دي. ناټو د هوايي خطرونو د پېشبينۍ الوتکو له لارې استخباراتي معلومات راغونډ کړي او ائتلاف ته يې ورکړي دي. هيله ده چې ائتلاف ته پدې اړه د زيات ملاتړ موافقې ته ورسيږو. دا به د هوايي قلمرو د ادارې لپاره ګټوره وي او هوا به لاآمنه وي.))

د پام وړ خبر دا دی چې که څه هم ناټو له اوږدې مودې راهيسې د نړيوال ائتلاف لپاره استخباراتي معلومات راغونډوي او ځواکونه روزي، خو په رسمي توګه يې په دغه سازمان کې ګډون نه دی کړی. ځيني رپوټونه وايي، عمده علت يې دا دی چې جرمني او فرانسه پدې اندېښمن دي چې ښايي په ائتلاف کې له شاملېدو وروسته ناټو ځمکنۍ جګړې ته راګير شي او د منځني ختيځ په بله جګړه کې خپلځان نه شي ژوغورلی. جرمني پدې اندېښمنه هم ده چې ښايي ناټو د اوږدې مودې لپاره د عراق له جګړې نه خپلځان نه شي ژغورلی. سټورټنبرګ وويل، ډېر ملګري هېوادونه غواړي دا وويني چې ناټو د داعش پر ضد نړيوال ائتلاف رسمي غړي شي، ترڅو په يووالي سره د ترهګرۍ پرضد پيغام ورکړي. خو ناټو پدې هکله وروستۍ پريکړه نه ده کړې.

(( موږ لاهم د داعش پر ضد نړيوال ائتلاف کې د ګډون په هکله بحث کوو. ))

په عادلانه توګه د پوځي لګښت شريک کول د ناټو د سرمشريزې غونډې يوه بله موضوع ده. د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د ناټو اروپايي غړو هېوادونو او کاناډا پوځي بودجه کمه کړې وه. خو د نړيوال وضعيت په بدلون سره د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو په ۲۰۱۴ کال کې د بريټانيې د وېلس په سرمشريزه غونډه کې هوکړه وکړه چې په راتلونکو لسو کلونو کې به پوځي لګښت زيات کړي، ترڅو د کورني توليدي ارزښت ۲٪ نور لوړ کړي. خو اوس يوازې امريکا، بريټانيې، ايسونيا، پولنډ او يونان دغه موخه ترسره کړې ده، واک ته له رسيدو وروسته ټرمپ يو ځل بيا له ناټو څخه د امريکا په ملاتړ ټينګار کړی او ويلی يې دي چې د ناټو غړي دې په ګډه سره پوځي لګښت ته غاړه کيږدي.

سټورټنبرګ په خبري ناسته کې هيله وښوده چې بېلابېل غړي هېوادونه به په روانه سرمشريزه غونډه کې ژمنه وکړي چې د پوځي لګښت د زياتوالي په موخه پلانونه جوړ کړي او هر کال به يې يو ځل راپور کړي. نوموړی وايي:

((موږ به وټاکو چې غړي هېوادونه بايد هر کال د خپلې دندې د ترسره کولو حالت راپور کړي. دا به يوه نوې لار وي چې په وسيله به يې زموږ د پرمختګ تمايل وساتل شي او ژمنې به پلې شي.))

همدارنګه نوموړي زياته کړه چې هيرزګوينا به په راتلونکي جون کې د ناټو ۲۹ م غړی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای