CRI Online

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال: ايران هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې له چين سره مؤثرې همکارۍ وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-25 20:30:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ابراهيم رحيمپور د مې په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې ايران د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې د دغه وړانديز په چوکات کې له چين سره مؤثرې همکارۍ وکړي. دا نه يوازې د اقتصاد په ساحه کې د ګډو ګټو د اخيستلو لپاره، بلکې د دې سيمې د امنيت د ساتلو لپاره ګټور دی.

نوموړي وويل، چې په ګډه توګه د يو کمربند او يوې لارې ابادي د څو خواوو لپاره ګټوره ده او هيڅ هېواد ته به زيان ونه رسوي. ايران د لرغونې ورېښمو لارې په اوږدو کې پروت دی، نو ورېښمو لاره د ايران لپاره هم مهم ارزښت لري.

ايران هيله لري چې د اقتصاد او ترانسپورټ په برخو کې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې برخه واخلي. ايران دې ته پاملرنه کوي چې چين د يو کمربند او يوې لارې پر بنسټ د شپږو دهليزونو، شپږو لارو، څو هېوادونو او څو بندرونو په اړه همکاريز جوړښت طرحه کړې دي. ايران غواړي د چين، منځنۍ اسيا او لويديځې اسيا په شمول د شپږو اقتصادي دهليزونو په چوکاټ کې له چين سره لا نژدې همکارۍ وکړي. دغه راز، ايران غواړي د چين او روسيې په شمول له زياتو دوستانو سره درې اړخيزې همکارۍ وکړي او د سيمه ييز امنيت د ساتلو او د اقتصاد د پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای