CRI Online

روسيې د داعش څلور غړي ونيول چې د ترهګريز بريد د تر سره کولو نيت يې درلود

cri     (GMT+08:00) 2017-05-26 08:57:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ايالتونو امنيتي بيورو د مې په پنځه ويشتمه نېټه خبر ورکړ چې امنيتي کارکوونکو په مسکو کې د داعش څلور غړي ونيول چې د عامه ترافيک پر سيستم يې د ترهګريز بريد نيت درلود.

د مالوماتو له مخې، ياد څلور غړي له روسيې منځني او ختيځې اسيا هېوادونو څخه راغلي دي او پلان يې درلود چې له ترهګريز بريد وروسته سوريې ته ستانه شي. د دوي په پټنځای کې چاودېدنکي مواد، مسنوعي ټوپکونه او ګولۍ تر لاسه شوي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای