د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي جنس ستولتنبرګ د مې په پنځه ويشتمه نېټه د ناټو د سرمشريزې غونډې وروسته وويل، ناټو به د داعش پر ضد نړيوال اتحاد کې ګډون وکړي.
هغه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، په دې اتحاد کې د ناټو ګډون دا مانا نه لري چې ناټو به په مستقيم ډول په جنګونو کې شامل شي. د ناټو د اته ويشتو غړو هېوادونو د دې پرېکړې موخه له ترهګرو سره د مبارزې هوډ څرګندوي.
د ناټو سرمشريزه غونډه په همدې ورځ په بروکسيل کې تر سره شوه، برخوالو پکې د ترهګرو پر ضد د مبارزې او په دې مبارزه کې د غړو هېوادونو د دندو د وېشلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |