د ايران د انرژۍ وزير له برېښناکوټ څخه د ليدنې په حال کې
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې د پنځه ويشتمې نېټې په سهار، د ايران د رودبار برېښناکوټ په رسمي ډول په کار ولوېد، دغه پروژه د چين د ګه جيو با کمپنۍ لخوا جوړه شوې.
د همدې ورځې په سهار، د ايران د انرژۍ وزير حامد چيتچيان، د لريستان ولايت والی او د چين د ګه جيو با کمپنۍ استازي د دې پروژې د بشپړېدو په مراسمو کې ګډون وکړ. د سهار په شاوخوا لسو بجو ، وزير چيتچيان د پيسو غونډولو او د پروژې د بشپړولو په بهير کې د چين د مثبت رول ستاينه وکړه.
د ګه جيو با شرکت استازي په مراسمو کې وويل، د رودبار برېښناکوټ په ايران کې د دغه شرکت لخوا جوړ شوی دوهم برېښناکوټ دی. (شکريه)
په مراسمو کې د ګه جيو با ګروپ استازی د وينا په حال کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |