CRI Online

د امريکا دفاع وزارت د دې خبر پخلی وکړ چې د موسل په هوايي بريد کې ۱۰۵ تنه عام وګړي وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-26 09:55:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا دفاع وزارت د مې په پنځه ويشتمه نېټه وويل، د سږ کال په مارچ مياشت کې، د امريکا هوايي ځواکونو د داعش پر چاودېدونکو سامان الاتو هوايي بريد وکړ چې پکې يې لږ تر لږه ۱۰۵ تنه عام وګړي ووژل. برسيره پر دې، په ويجاړ شويو ودانيو کې شپږ دېرش عام وګړي ورک شوي دي.

د دې پيښې د پلټنې چارواکي ماحيو يسلير په همدې ورځ په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د امريکا او عراق پوځ له هوايي بريد مخکې هيڅ خبر نه وو چې په دغه ودانيو کې عام وګړي پټ وو.

له دې مخکې، د امريکا پوځ د اپرېل په دېرشمه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل، د ۲۰۱۴م کال له اګست څخه د ۲۰۱۷م کال تر مارچ پورې، امريکا او ملګرو هېوادونو يې په عراق او سوريه کې دوه زره هوايي بريدونه کړي دي او لږ تر لږه درې سوه او دوه پنځوس تنه عام وګړي يې وژلي. خو په دې راپور کې د موسل مرګ ژوبله شامله نه ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای