CRI Online

د م م سرمنشي په جګړو کې د طبي تاسيساتو او کارکوونکو د امنيت له ساتنې نه غوښتنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-26 10:59:50

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د مې په ۲۵مه نېټه وويل چې د سوريې په شمول جنګي سيمو کې د طبي تاسيساتو او کارکوونکو په وړاندې بريدونه لا هم ډېر زيات رامنځته شوي او له امله يې بشري بحران سخت شوی دی. هغه له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه کوي چې په جګړو کې د درملنې تاسيساتو او کارکوونکو د امنيت ساتنې لپاره تدبيرونه ونيسي.

د م م امنيت شورا په همدې ورځ په وسله والو نښتو کې د عادی خلکو او د درملنې تاسيساتو د ساتنې په هکله يوه پرانيستې غونډه تر سره کړه. ګوټريس په غونډه کې وويل چې په ټوله نړي کې د نښتو او زورزياتي پيښو له امله څه دپاسه ۶۵ مليونه تنه له کورنيو څخه وتلی او دوه په دريمه برخه په خپل وطن کې بی کوره شوي.

ګوټريس وويل د شميرنې له مخې، ۲۰۱۶ کال د نښتو تر اغيزو لاندې لږ تر لږه ۲۰ هېوادونو کې د درملنې تاسيساتو او کارکوونکو پر وړاندې بريدونه رامنځته شوي دي. په سوريه کې د درملنې پر تاسيساتو څه دپاسه ۴۰۰ بريدونه شوي چې د درملنې ۸۰۰ کارکوونکي پکې مړه شوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای