د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيې يي د مې په پنځمه وېشتمه نېټه وغوښتل چې د عامو وګړو او طبي کارکوونکو د امنيت د ساتنې لپاره د مخنيوي د وقايې او حل و فصل تدبيرونه پياوړی کړي.
په شخړو کې د عامو وګړو، طبي کارکوونکو او طبي سامان الاتو د ساتنې به اړه د امنيت شورا علني غونډه په همدې ورځ تر سره شوه. ليو جيې يي په دې غونډه کې وويل، چين د عامو وګړو، طبي کارکوونکو او طبي سامان الاتو د ساتنې لپاره د ځواکمنو او اغېزمنو تدبيرونو د نيولو ملاتړ کوي. بېلا بېل هېوادونه دې د يو سوله ييز او ثابت نړيوال چاپيريال د جوړولو، د دوه زره او دېرشم کال د پرمختګ پلان د پلي کولو، د شخړو له امله د رامنځته شويو ستونزو د لېرې کولو، د سوله ييز کولتور د خپرولو، د ملي روغې جوړې او سوله ييزو خبرو اترو د هڅولو او د ګډې علاقې وړ سيمه ييزو مسئلو د حل و فصل لپاره ګډ کوښښونه وکړي او په دې برخه کې د م م له سرمنشي او امنيت شوره سره همکارۍ پياوړې کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |