CRI Online

د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو سفر څلورم پلاوي د شينجيانګ له علمي او تخنيکي سيمې څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-26 11:21:50


د پلاوي غړي د ځايي تصديو له استازو سره په ګډ انځور کې

د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو سفر څلورم پلاوي د می په ۲۵ مه نېټه د شينجيانګ د اروموچي له علمي او تخنيکي سيمې څخه ليدنه وکړه او په ترڅ کې يې د ځايي تصديو د توليداتو او پرمختګ په اړه معلومات ترلاسه کړل او د تصديو له استازو سره يې د يوه کمربند او يوې لارې طرحې تر چوکاټ لاندې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو د فرصتونو په اړه بحث وکړ.

د شينجيانګ د اروموچي علمي تخنيکي سيمه د اروموچي ښار د نوې سيمې په ختيځ کې پرته ده. دغه تخنيکي سيمه په شينجيانګ کې د هېواد په کچه لومړې تخنيکي سيمه ده او په وروستيو کلونو کې يې د منابعو، جغرافيې او تګلارو د غوره والي په کارولو سره د نويو صنايعو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې او اقتصادي ګټې ترلاسه کړې دي.(زرينه)


د تصدۍ استازی د پلاوي غړو ته د خپلو توليداتو په اړه معلومات ورکوي


د افغانستان د لغمان ولايت وياند سرحدي ځواک د تصديو په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د سي ار اې له خبريالانو سره د مرکې په حال کې


د پلاوي غړي د ځايي تصديو د پرمختګ راپور اوري

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای