CRI Online

د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو سفر پلاوي د شينجيانګ د چانګي سيمې له ياوجانځي کلي څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-26 11:27:39
 


د پلاوي غړي د یاوجانځي کلي په اړه معلومات اوري

د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو سفر د څلورم پلاوي غړو چې د ترکيې، افغانستان، مصر، اردن او اندونيزيا له ۱۳ مشهورو شخصيتونو څخه عبارت دي،د می په ۲۵ مه نېټه د شينجيانګ د چانګي سيمې له ياوجانځي کلي څخه ليدنه وکړه او په ترڅ کې يې د شينجيانګ د ځايي کليو د ابادۍ او صنعتي پرمختګ د حالاتو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

ياوجانځي کلی د شينجيانګ د چانګي سيمې په چي تای ولسوالۍ کې دی، دغه کلی کابو۲۳۰۰۰۰۰۰ هکتاره کرونده لري او ۳۴۷ کورنۍ پکې اوسيږي او عمومي نفوس يې ۱۷۵۸ تنو ته رسيږي. په دې وروستيو کلونو کې په دغه کلي کې ډېرو کليوالو نوې بنګلې جوړې کړې او پکې يې کليوالي هوټلونه خلاص کړي چې له امله يې اقتصادي وده ډېره ښه شوې او په شاوخوا سيمه کې د نمونوي کلي په توګه ياديږي. په ۲۰۱۶ کال کې د دغه کلي د هرتن په سر کلنی عايدات ۲۰۵۸۱ يوانو ته رسيدلي چې نږدې له ۳۰۰۰ ډالرو سره برابر دي.

د افغانستان د لغمان ولايت وياند سرحدي ځواک د دغه پلاوي غړی دی، نوموړی وايي،په افغانستان کې د جګړې له امله يو شمېر کلي او ښارونه ويجاړ شوي.دا خبره می زړه ته نه لويږي چې د چين په دومره لېرې کې داسې ښکلی او اباد کلي شته دي. هيله من يم چې په راتلونکي کې د افغانستان کلي د چين د کليو په شان ښه وده ولري.(زرينه)


د پلاوي غړي ياوجانځي کلي ته روان دي 


 د کلي مشر د پلاوي غړو ته د کلي پرمختيايي کارونه معرفي کوي 


د افغانستان د لغمان ولايت وياند سرحدي ځواک له خبريالانو سره د مرکې په حال کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای