د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷ کال لپاره د برازيل پانګونې فورم چې د برازيل حکومت او د امريکا د پرمختيايي بانک لخوا ترتيبېږي، د مې مياشتې په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه به په ساو پاولو کې پرانيستل شي. د چين، امريکا، جاپان، انګلستان او جرمني په شمول ۴۲ هېوادونه به په دې فورم کې ګډون وکړي. د چين او برازيل ترمنځ د توليدي طرفيت په اړه د همکاريز صندوق کاري ميکانيزم به د دې فورم په بهير کې په رسمي توکه پلی شي. د چين او برازيل استازي به اړوند اسناد لاسليک کړي. په عين وخت کې به د لارښوونکې کمېټې لومړۍ غونډه تر سره شي او د چين او برازيل ترمنځ د صندق کاري قواعدې به تصويب شي چې دا د چين او برازيل ترمنځ د صندوق رسمي پلې کېدو يوه نښه ده.
د دغه صندوق پلي کېدل د چين او لاتيني امريکا ترمنځ د صندوق لخوا د دولتي ستراتيژۍ د تر سره کېدو لپاره مهم تدبير دی چې د چين او برازيل ترمنځ د توليدی ظرفيت همکاري پياوړې کړي او متقابلې ګټې لاس ته راوړي. دواړه هېوادونه به د بازاري اصولو له مخې په ګډه توګه د همکارۍ فرصتونه ومومي. د پانګونې اصولو وروستۍ پرېکړه به د پانګه اچوونګو لخوا د سوداګريزو اصولو له مخې وشي چې د چين او برازيل ترمنځ د صندوق د کاري مفکوره سر ته ورسېږی. د دغه صندوق لخوا د لومړيو ۳۰ ملاتړکوونکو پروژو لست به په فورم کې خپور شي. د خبر له مخې، د بنسټيزو تاسيساتو پروژې د دغه صندوق لخوا د پانګونې عمده ساحه ده. خو زراعت، ساينس، توليد او د داسی نورو پروژو څخه تر يوه حده ملاتړ به هم وشي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |