CRI Online

د ناټو په سرمشريزه غونډه کې پرېکړه شوې چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه پياوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-26 15:24:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷ کال د ناټو سرمشريزه غونډه د مې په ۲۵مه نېټه په نيويارک کې ترسره شوه. د ناټو سرمنشي جينس ستولتنبيرګ تر غونډې وروسته اعلان وکړ چې ناټو به په رسمي توګه د داعش د ځپلو په نړيوال اتحاد کې ګډون وکړي چې د امريکا په مشرۍ دی. خو دا معنا نه ده چې ناټو به په جګړه کې لاس ولري. هغه وويل، د ناټو غړو هېوادونو موافقه وکړه چې د هېواد کلنی پلان وټاکي چې په عادلانه توګه به خپله دنده پر غاړه واخلي.

د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ چې د لومړي ځل لپاره د ناټو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ، له هغو غړو هېوادونو څخه چې پوځي لګښت يې معيار ته نه دی رسېدلی، غوښتنه يې وکړه چې خپل پوځي لګښت زيات کړي. ده وويل

((د سختې مسئلې له امله مې په مستقيمه توګه د ناټو سرمنشي او متحدو ملګرو څخه دا غوښتنه کړې چې د ناټو غړي هېوادونه بايد په برابره توګه خپل خدمتونه ترسره کړي او د دوي برخه بايد له اړوندې مالي اندازې سره سمون وخوري. له اته ويشتو غړو هېوادونو څخه درويشتو معياري پوځي لګښت نه دی لګولی. دا د امريکايانو لپاره منصفانه نه ده. ډېرو غړو هېوادونو په تېرو څو کلونو کې زيات پورونه پر غاړه اخيستي دي.))

ټرمپ وويل، که د ناټو غړو هېوادونو پوره او بشپړ خدمتونه ترسره کړي، نو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې به د ناټو ځواک لا نور پياوړی شي.

د ناټو غړو هېوادونو د ۲۰۱۴ کال په سرمشريزه غونډه کې موافقه کړې او ژمنه يې کړې چې په راتلونکو لسو کلونو کې به نظامي لګښت زيات کړي او په ۲۰۲۴ کال کې به پوځي لګښت د خپل هېواد د کورنيو توليداتو په ارزښت کې دوه برخه ونيسي. خو تر اوسه پورې يوازی امريکا، بريتانيا، ايسونيا، پولنډ او يونان دغه معيار ته رسېدلي دي.

د امريکا د حکومت تر فشار لاندې، د ناټو په سږني سرمشريزه غونډه کې غړو هېوادونو لخوا د خپلې دندې پر غاړه اخيستل له دوو مهمو موضوعاتو څخه ټاکل شوی. د ناټو سرمنشي جينس ستولتنبيرګ تر غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، اوس بېلا بېلو غړو هېوادونو د پوځي لګښت په برخه کې پرمختګ کړی، د ناټو پوځي لګښت د اوږد وخت تر ټيټېدو وروسته په تېر کال کې زيات شوی. هغه وويل

(( نن ورځ مو پرېکړه وکړه چې کلنی دولتي پلان وټاکو او پکې به د بېلا بېلو غړو هېوادونو هغه پلان خپور شي چې څنګه به د ۲۰۱۴کال دفاعي چارو کې د پانګونې ژمنه پوره کړي. په دولتي پلان کې به د پوځي لګښت، د نضامي توان جوړونې او د ناټو په عملياتو کې د خپلو خدمتونو په شمول محتويات شامل وي.))

نوموړي وويل، د دولتي پلان لومړۍ ډله به د روان کال په دسمبر کې بشپړه شي او د راتلونکي کال په فبروری کې به د بېلا بېلو هېوادونو د وزيرانو لخوا تر سنجش لاندې ونيول شي.

د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د ناټو د دې سرمشريزې غونډې يوه بله موضوع وه. جينس ستولتنبيرګ وويل، ګډون کوونکو د عملياتو د واحد پلان په اړه موافقه وکړه. ناټو به په افغانستان او عراق کې د ځايي حکومتي پوځ په وړاندې روزنيزو دندو ته دوام ورکړي او په مداومه توګه به د داعش د ځپلو لپاره له نړيوال اتحاد څخه ملاتړ وکړي. ده وويل

(( موافقه مو کړې چې ناټو به د داعش د ځپلو په اړه د نړيوال اتحاد يو غړی وګرځي، د ناټو ټولو اته ويشتو غړو هېوادونو په دې اتحاد کې برخه اخيستې ده. خو په دې اتحاد کې ګډون دا معنا نه ده چې ناټو به په جګړه کې ګډون وکړي. خو له دې لارې مو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه کلکه اراده څرګنده کړې ده. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای