CRI Online

د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د ابادۍ تر پلان لاندې د مهمو انرژيو پروژو د ماشينونو لومړۍ برخه په کار و لويده

cri     (GMT+08:00) 2017-05-26 16:30:58

د سين هوااژانس د خبر له مخې:په ۱۶۸ساعتونو کې له پوره کارونو وروسته د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د شاهيوال په نوم د سکرو په وسيله د بريښنا توليد ستيشن د ماشينونو لومړۍ برخه په وروستيو کې په سالمه توګه د بريښنا توليد په کارونو لويدلې ده. دا د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز تر پلان لاندې د سکرو په وسيله د بريښنا توليد لپاره د لومړۍ ډلې ماشينونه دي او په پاکستان کې د سکرو په وسيله هغه برقي ماشينونه دي چې د يو ماشين ظرفيت يې تر ټولو لوړ دی، تخنيکونه يې تر ټولو پرمختللی دی او د ابادۍ سرعت يې تر ټولو چټک دی.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د مې په ۲۵مه نېټه د لومړۍ برخې ماشينونو د کارونو د لويدو په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د شاهيوال د لومړې ډلې ماشينونه يوازي په ۲۲ مياشتو کې په سالمه توګه بشپړ شوي چې د پاکستان په تاريخ کې بيخې نه شته او په پاکستان کې به د انرژيو د کموالي مسلو له حل و فصل سره مرسته وکړي. هغه وويل چې د پاکستان او چين مامورين او انجنيران به د دغې پروژې لپاره خدمتونه تر سره کړي او دا د پاکستان او چين تر منځ له دوستانه همکاريزو اړيکو څخه څرګنديږي.

نواز شريف وويل چې په راتلونکې کې به د انرژيو په اړه لا زياتې پروژې جوړې شي. د چين او پاکستان اقتصادي دهليز به پاکستان ته زيات شمېر پانګونې راوړي او د پاکستان د اقتصاد د چټک پرمختګ لپاره مرستندويه رول ولوبوي او د دغه هېواد خلکو ته ګټې ورسوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای