CRI Online

د هانکانګ د ځانګړې اداری سيمې د بنسټيز قانون د عملي کېدو د شلمې کليزې سمينار به په چين کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-26 17:15:47

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د دفتر مطبوعاتي وياند دا مالومات ورکړل چې وطن ته د هانکانګ د بير ته راګرځېدو د شلمې کليزې د لمانځنې لپاره به د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې دفتر د مې د ۲۷مې نيټې په سهار د بيجينګ د خلکو په لوي تالار کې د هانکانګ د بنسټيز قانون د عملي کېدو د شلمې کليزې د يادونې سمينار تر سره کړي.

د خبر له مخې، په هغه وخت کې به د کمونېست ګوند او د حکومت د اړوندو څانګو چارواکي او د هانکانګ د ادارې مشر او عمده مامورين، د ګوانګ دونګ ولايت د حکومت مسولين، د هانکانګ د بنسټيز قانون د کميټې غړي او د بنسټيز قانون د څيړنې پوهان به په دغه سمينار کې برخمن وي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای