CRI Online

چين لا هم د نړيوال اقتصاد د پرمخبيولو عمده ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2017-05-26 17:23:51

د سين هوااژانس د خبر له مخې: چين لا هم د نړيوال اقتصاد د پرمخيولو لپاره عمده ځواک دی او د بهرنيو کارپوهانو په اند د چين د اقتصاد بنسټيز خوا په ثابته نوګه د مختګ په حال کې ده. د روان کال له پيل راهيسي د چين اقتصاد په ثابته توګه د پرمختګ تمايل ساتلی دی او د عرضې په برخه کې د اصلاحاتو اغيزه يې په پرله پسی توګه ښکار شوی او امکان شته چې د اقتصاد ثابت او چټک پرمختګ وساتي. د نړيوالو څيړونکو په نظر د چين اقتصاد بنسټيزه خوا په ثابته توګه د پرمختګ په لور کې ده او لا هم د نړيوال اقتصاد د پرمخبيولو عمده قوی دی.

د بهرنيو کارپوهانو په اند د روان کال په لومړی موسم کې د چين اقتصاد يو ښه پيل درلود چې جي دي پي ۶اعشاريه ۹سلنه زياته شوې چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه ۲ سلنه زياته شوه او د اقتصاد عموده هدفونه يې له اټکل څخه وتلی او اقتصادي جوړښت يې په پر له پسي توګه غوره شوی دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای