د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغانستان کې د ښځو لومړي ټلويزيون خپرونې څو ورځې مخکې پيل شولې او نوم يې دی زن ټلويزيون. زياتره کارکوونکي يې ښځې دي او خپرونې يې په ځانګړي توګه د ښځو لپاره دي. د دې ټلويزيون موخه د ښځو ګټو او حقوقو ساتنه او هڅول دي.
اوس په دې ټلويزيون کې له ۷۰ کارکوونکو څخه ۵۴ تنه ښځې دي، دوی د وياندويۍ او خبريالانو په شمول دندې پر غاړه لري. نور ۱۶ تنه نارينه د تنکالوژۍ کارونه ترسره کوي. د دې ټلويزيون جوړونکي حامدسمر وويل، دوي په دې هڅه کې دي چې دغه ټلويزيون د افغانستان له عمده خبري رسنيو څخه يو وګرځي.
په تېرو څه دپاسه لسو کلونو کې افغانستان د ښځو د حقونو ساتلو په برخه کې څرګند پرمختګ کړی او زياتې ښځې د حکومت، پارلمان او پوځ په شمول ارګانونو کې ګومارل شوي او خپل خدمتونه يې ترسره کړي او کوي يې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |