CRI Online

طالبانو د افغانستان په جنوب کې پر يوې پوځي اډې بريد وکړ چې له امله يې پنځه ويشت تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2017-05-27 09:42:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، يو افغان چارواکي د مې په شپږويشتمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې طالبانو د مې په پنځه ويشتمه نېټه د افغانستان په جنوب کې پر يوې پوځي اډې بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه اتلس سرتيري وژل شوي او شپاړس تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندهار ولايت يو چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو څخه يې ډډه کړې، د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، بريد د پنځه ويشتمې نېټې په شپه پېښ شو، د بريد موخه د دې ولايت د شا ولي کوټ ولسوالۍ يوه پوځي اډه ده. اوه طالبان هم په جګړه کې وژل شوي دي، پنځلس وسله وال ټپيان شوي دي. د طالبانو سلګونو وسله والو په دې بريد کې ګډون کړی و، د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه د شپږويشتمې نېټې تر سهار وختي پورې دوام درلود. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای