CRI Online

د اوه هېوادونو ډلې د ترهګرو پر ضد ګډه اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-27 09:42:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوه هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې برخوالو د مې په شپږويشتمه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره ژمنه وکړه چې له ترهګرو سره به جدي مبارزه وکړي.

د دې اعلاميې سره سم، اوه هېوادونه به له ترهګرۍ او افراطي سازمانونو سره مبارزې ته تر نورو لومړی اهميت ورکړي، تر وسې پورې د ترهګرو او د دوي د ملاتړ کوونکو پلټنه به وکړي، د انټرنيټ له لارې د ترهګريزو عملياتو پر ضد تدبيرونه به ونيسی، په شخړو کې د ګيرو سيمو څخه نورو سيمو ته د وسله والو د خپرېدو مخه به ونيسي، د ترهګرو د پيسو غونډولو لارې به پرې کړي، د اطلاعاتو د وېشلو هڅې وکړي، د سرحدي او هوايي امنيت د ساتنې تدبيرونه به پياوړي کړي، د ترهګرو پر ضد د م م د نړيوال پلان ملاتړ به وکړي، د بېلا بېلو قومونو تر منځ د روغې جوړې د پوره کولو او د دوي تر منځ د تبادلې د زياتوالي لپاره به کوښښونه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای