CRI Online

وانګ يي : د شانګهای د همکارۍ سازمان پر مخ نوي انکشافي فرصتونه او ننګونې شتون لري

cri     (GMT+08:00) 2017-05-27 09:43:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په شپږويشتمه نېټه په مسکو کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره د ليدنې وروسته خبريالانو ته وويل، اوس د شانګهای د همکارۍ سازمان پر مخ نوي انکشافي فرصتونه او ننګونې شتون لري.

هغه وويل، سږ کال د شانګهای د همکارۍ سازمان د منشي د لاسليکولو له پنځلسمې کليزې او د غړو هېوادونو تر منځ د دوستانه همکاريو تړون د لاسليکولو له لسمې کليزې سره برابر دی. د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د ګډو کوښښونو په رڼا کې په يو نړيوال شهرت لرونکي سيمه ييز سازمان بدل شوی او د سيمې د سولې او پرمختګ د هڅونې لپاره يې مهم رول لوبولی. اوس د دې سازمان پرمختګ نوي انکشافي فرصتونه او ننګونې شتون لري. هند او پاکستان به د استانا په سرمشريزه غونډه کې په دې سازمان کې ګډون وکړي او دغه راز د شانګ په وړاندې های د همکارۍ سازمان به په نړۍ کې په نورو زيات نفس لرونکي سازمان بدل شي. موږ هيله لرو چې پاکستان او هند په دې سازمان کې تر غړيتوب وروسته خپلمنځي اړيکې ښې کړي او په ګډه سره د دې سازمان د پرمختګ لپاره نوي خوځنده قوت برابر کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای