د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د رودبار برېښناکوټ د مې په پنځه ويشتمه نېټه په رسمي ډول پرانيستل شو. دغه پروژه د چين ګه جيو با کمپنۍ لخوا تر سره شوې ده.
د ايران د انرژۍ ورير په همدې ورځ د دې برېښناکوټ د په پرانستې په مراسمو کې په خپله وينا کې د چين د ګه جيو با کمپنۍ د عصري ډيزان او د پروژې د جوړونې د لوړې سويې ستاينه وکړه. د مالوماتو له مخې، دغه پروژه د ټاکلي وخت نه څلور مياشتې مخکې بشپړه شوط ده، د برېښنا توليد اندازه يې په ټول ايران کې څلور سلنه نيسي. دغه برېښناکوټ د سيمه ييز برېښنا کمبود د ښه والي، د کانونو د استخراج، د برابر شويو برېښنا د کيفيت د لوړتيا او د ککړ شوي چاپيريال د پاکولو لپاره ډېره ګټوره ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |