CRI Online

د ۲۰۱۷م کال د بېوزلو سره د مرستې نړيوال فورم په بېجينګ کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-27 09:53:39
 


له بېوزلو سره د مرستو په اړه د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د پوهې او تجربې تبادلې ويبپاڼې پرانستوکی مراسم

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷م کال د بېوزلو سره د مرستې نړيوال فورم د مې په شپږويشتمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. د بېوزلو شمېر د کمولو پلان جوړول او ويشل د دې فورم اصلي مطلب دی. د چين دولتي شورا، د چين د انټرنيټي شبکې مطبوعاتي مرکز، له بېوزلو سره د مرستې نړيوال مرکز، نړيوال بانک، د م م د حبوباتو او بزګرو سازمان او د اسيا د انکشاف بانک په ګډه سره دغه فورم جوړ کړی. د شپاړسو نړيوالو سازمانونو او د اوه هېوادونو سلګونو شخصيتونو په دې فورم کې ګډون کړی دی او پکې يې د بېوزلو د کموالي له تجربې زده کړې شريکې کړې.

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر د رئيس مرستيال ګوه وې مين په خپله وينا کې وويل، چې د چين کمونېست ګوند او حکومت له بېوزلو سره د مرستو کارونو ته لومړيتوب ورکړی او موخه يې ټاکلې چې له ۲۰۲۰ کال مخکې به په هېواد کې له ۷۰ مليونو بېوزلو کليوالو کسانو او ټولو بېوزلو ولسواليو سره مرسته وکړي ترڅو د ژوند سويه يې د بېوزلۍ له معيار څخه لوړه شي.

له بېوزلو سره د مرستو چارو په اړه د چين د دولتي شورا د دفتر رئيس مرستيال چن جه ګانګ په خپله وينا کې وويل، چې له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د چين په کليوالو سيمو کې عموماٌ ۵۵ مليونه کسان له بېوزلۍ څخه وتلي او چين دغه موخه ترسره کړې ده چې په مسلسلو څلورو کلونو کې هر کال تر ۱۰ مليونو زيات کسان له بېوزلۍ څخه ووځي.

د نړيوال بانک د چين او مغولستان او جنوبي کوريا ادارې رئيس هه فو مان وويل، په نړۍ کې لاهم تر ۷۰۰ مليونو زيات کسان ډېر بېوزلي دي،له بېوزلو سره د مرستې په برخه کې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ متقابله زده کړه او د تجربو شريکول ډېر مهم دي. چين په دې برخه کې لوی خدمتونه ترسره کړي، ډېرې تجربې لري او نړيوال ښوونکی کيدای شي.

همدارنګه په فورم کې له بېوزلو سره د مرستو په اړه د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د پوهې او تجربې تبادلې ويبپاڼه هم رسماٌ فعاله شوه.(زرينه)


د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر د رئيس مرستيال ګوه وې مين د وينا په حال کې


له بېوزلو سره د مرستو چارو په اړه د چين د دولتي شورا د دفتر رئيس مرستيال چن جه ګانګ د وينا په حال کې


د نړيوال بانک د چين او مغولستان او جنوبي کوريا ادارې رئيس هه فو مان د وينا په حال کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای