د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د مې په شپږويشتمه نېټه وويل، د روسيې او ناټو تر منځ اړيکې له سړې جګړې څخه راپدېخوا له تر نورو سخت حالت سره مخامخ دي. د روسيې په نظر، که ناټو غواړي له روسيې سره مخالفو تدبيرونو څخه لاس واخلي، د دې لپاره لا هم وخت لري.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په خپله ويبپاڼ کې وويل، ناټو په يو اړخيز ډول د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ ټولې پروژې کنګل کړې، سره له دې چې دغه پروژې د اروپا د امنيت د ساتنې لپاره مهم خدمتونه برابر کړي دي. د ناټو په چوکاټ د لوېديځو هېوادونو د امنيت ساتنې ميکانيزم د روسيې د پرمختګ د مخنيوي په دايمي تدبير بدل شوی، دا به په اروپا او د اتلانتيک په سمندري سيمه کې د شخړو د پېښدو شونتيا د زياتوالي سبب وګرځي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |