د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين دولت رئيس شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ د مې په ۲۷مه نيټه په جلا جلا توګه د مصر ولسمشر عبدالله فتاح السيسی او لومړي وزير شريف اسمعيل ته د خواخوږۍ پيغام وليږه چې پکې يې د مصر په يل مينيا ايالت کې د سخت ترهګريز بريد له امله پر مړه شويو کسانو خواشيني څرګنده او د مړه شويو له کورنيو او ټپيانو سره يې خواخوږي څرګنده کړه.
شي جين پينګ په پيغام کې وويل، چين له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي او دغه پېښه سخت غندي. لي که چيانګ په پيغام کې وويل، چين به په دوامداره توګه د خپل هېواد د ارامتيا د ساتلو لپاره د مصر له کوښښونو څخه ملاتړ وکړي.
د مصر د امنيتي ادارې د خبر له مخې، د مصر دوه بسونه د مې په ۲۶مه نيټه په يل مينيا ايالت کې د اورپکو له بريد سره مخ شول او له امله يې لږ تر لږه ۲۶ تنه مړه او ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |