CRI Online

له جرمني څخه د چين د صدراعظم لي که چيانګ د ليدنې په اړه مطبوعاتي غونډه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-28 15:55:49

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت د مې په ۲۷مه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه چې په کې له جرمني څخه د صدراعظم لي که چيانګ د ليدنې په اړه معلومات ورکړل.

د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال وانګ چاو وويل چې د جرمني د صدراعظمې انګيلا ميرکيل او د بلژيک د صدراعظم چارليس ميچيل په بلنه به د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې له ۳۱مې نېټې څخه د جون تر ۲مې نېټې پورې له جرمني څخه رسمي ليدنه وکړي او د چين او جرمني د صدراعظمانو په کلنۍ غونډه کې به ګډون وکړي او په بروکسيل کې به د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو په ۱۹مه غونډه کې ګډون وکړي او له بلژيک څخه به رسمي ليدنه وکړي.دغه ليدنه په روان کال کې د چين او اروپايي هېوادونو ترمنځ د لوړپوړي تګ راتګ يوه مهمه برخه ده چې د دواړو خواوو ترمنځ د متقابل باور او واقعي همکارۍ د پياوړتيا لپاره ستر اهميت لري.چين هيله لري چې د دې ليدنې له لارې به له اړوندو خواوو سره ستراتيژيکې تبادلې او همغږۍ او متقابل سياسي باور پياوړی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای