CRI Online

د اوو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2017-05-28 16:04:21

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اوو هېوادونو ډلې ۲ ورځنۍ سرمشريزه غونډه د مې په ۲۷مه نېټه په ايټاليا کې پای ته ورسېده.تر غونډې وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره شوه چې ۷ هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد او د ازادې سوداګرۍ په اړه موافقې ته رسېدلې ،خو له اقليمي بدلون سره د مقابلې په اړه ګډې نظريې نه دې تر لاسه شوې.

په ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې بايد د ليبيا،سوريې او عراق شخړې حل شي او په پای کې ترهګر له منځه يووړل شي.بر سېره پر دې،د امريکا نه پرته نورو ۶ هېوادونو په ګډه اعلاميه کې پر دې ټينګار وکړ چې بايد سمدلاسه له اقليمي بدلون سره د مقابلې په اړه د پاريس موافقه ليک پلی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای