د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د امريکا خبري رسنيو په وروستيو ورځو کې خبر ورکړ چې د چين ۲ جنګي الوتکو د امريکايي هوايي ځواکونو د يوې الوتکې مخه ونيوله.د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان د مې په ۲۸مه نېټه وويل چې د امريکا دا خبر له حقيقت سره سمون نه لري.امريکايي ځواکونو څو ځلې د چين هوا ته جنګي الوتکې استولې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي امنيت مسئلې د رامنځته کېدو سرچينه ګرځېدلې ده.
وياند وو چيان وويل چې د امريکايي ځواکونو نوموړی عمل د چين د حاکيميت امنيت ته زيان او د دواړو هېوادونو اړوندو چارواکو امنيت ته ګواښ رسولی دی.موږ يو ځل بيا له امريکا څخه غوښتنه کوو چې د دغه شان پېښو د مخنيوي لپاره واقعي تدبيرونه ونيسي.د چين ځواکونه به په ټينګه سره خپلې دندې پلې کړي او د هېواد حاکيميت او امنيت به وساتي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |