د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د می په ۲۸ مه نېټه وويل، چې د جاپان د ملي امنيت ساتنې ادارې د رئيس ياتي سيوتارو په بلنه به د چين د دولتي شورا غړی يانګ جه چي د می له ۲۹ مېټې څخه تر ۳۱ نېټې پورې له جاپان څخه ليدنه وکړي او له ياتي سيوتارو سره به د چين او جاپان ترمنځ د څلورم ځل لپاره لوړپوړې سياسي خبرې وکړي.
د چين او جاپان ترمنځ درېيمې ځلې لوړپوړې سياسي خبرې د ۲۰۱۶ کال په اګست کې بېجينګ کې ترسره شوي وي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |