د سین هوا اژانس دخبر له مخې د روانې میاشتې په ۲۸ نیټه د فرانسې په کنیس کې د فلم ۷۰ م فیستوال پای ته ورسید. (ازاد میدان) فلم چې د سویډني ایدیتر روبن وسترن له خوا ایدیت شوی، تر ټولو ښه جایزه ترلاسه کړه. دا هم لومړی ځل دی چې وسترن د کنیس د فلم فیستوال وروستی پړاو ته لار موندلې ده. په ۲۰۱۱ کال کې د ده فلم چې لوبه نومیږی، په توکیو کې د فلم فیستوال د ښه ایدیتر جایزه ترلاسه کړه.
یاد فلم فیستوال د مې میاشتې په ۱۷ نیټه د فرانسې په جنوبي ساحلي ښار کنیس کې پرانیستل شوی او ۱۹ فلمونو وروستی پړاو ته لار موندلې ده.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |