CRI Online

د ميانمر د ۲۱ مې پېړۍ د پانګ لونګ د ۲ مې دورې سوله ييزه غونډه کې د فيډرالي تړون په ۳۳ مادو هوکړه شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-05-29 09:18:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، اوس په ميانمر کې د ۲۱ مې پېړۍ د پانګ لونګ د ۲ مې دورې سوله ييزه غونډه روانه ده. د دغې غونډې په اړه د فيډرالي سوله ييزو خبرو د ګډې کمېټې دارالانشأ د می په ۲۸ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په دغه غونډه کې بېلابېلو ګډون کوونکو د ۳۳ مادو په اړه هوکړه کړې او ويل کيږي چې دغه غونډه تر ډېره بريالۍ روانه ده.

د دارالانشأ په قول بېلابېلو خواوو د سياست، اقتصاد، ټولنې او طبيعي سرچينو په څلورو برخو کې د ۴۱ مادو په اړه بحثونه وکړل او بالاخره د ۳۳ مادو په اړه موافقې ته ورسيدې چې پکې ۱۲ سياسي ، ۱۱ اقتصادي، ۴ ټولنيز او ۶ د ځمکو او طبيعي سرچينو مادې دي. دغه ۳۳ مادې به د فيډرالي تړون يوه برخه جوړه کړي چې د ډيموکراتيک او فيډرالي دولت د جوړولو د لومړي ګام په توګه بلل کيږي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای