د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر د بهرنيو چارو وزارت د می د ۲۷ مې نېټې په شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل، چې په م م کې د مصر دايمي پلاوي په همدې ورځ د م م امنيت شورا ته پيغام وليږه او په ليبيا کې پر ترهګرو د هوايي بريد په اړه ورته معلومات يې وړاندې کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د مصر هوايي ځواکونو په ۲۶ مه او ۲۷ مه نېټه د ليبيا په ختيځ درنه ښار کې د ترهګرو پر روزنيزو کېمپونو او نورو نښو بريدونه وکړل او دغه بريدونه د م م د منشور له اړوندو اصولو او پريکړه ليکونو سره سمون لري.
د مصر پوځ وايي، هغو ترهګرو چې په دې وروستيو کې يې پر مصر بريدونه کړي، په ليبيا کې روزل شوي وو، نو پر دوي زموږ هوايي بريدونه پر مصر د دوي بريدونو ته ځواب دی.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |