د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د می په ۲۸ مه نېټه په سريلانکا کې د سيلاونو او ځمک ښوېيدنې له امله د دغه هېواد صدراعظم رانيل ويکري مسينګغ ته د خواخوږۍ پيغام وليږه. په دغه پيغام کې نوموړي د سريلانکا حکومت او مصيبت ځپلو خلکو ته د ژورې همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي او ويلي يې دي چې چين به تر وسې پورې له مصيبته د زيانمنو کسانو د ژغورلو په برخه کې د سريلانکا له حکومت څخه ملاتړ وکړي او مرستې به ورته برابرې کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |