د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د می په ۲۸ مه نېټه په سريلانکا کې د سيلاونو او ځمک ښوېدنې له امله د دغه هېواد ولسمشر مېتريپالا سريسينا ته د خواخوږۍ پيغام وليږه او به دغه پيغام کې نوموړي د مصيبت ځپلو وګړو او مړو شويو کسانو کورنيو ته د ژورې همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي دي.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې چين او سريلانکا لرغوني او دوستانه ګاونډي هېوادونه دي، چينايان د مصيبت له امله له سريلانکايانو سره په غم کې خپل ځانونه شريک ګڼي. د چين حکومت به تر وسې پورې له مصيبته د زيانمنو خلکو د ژغورلو په برخه کې سريلانکا حکومت څخه ملاتړ وکړي او مرستې به ورته برابرې کړي. باور لرم چې د سريلانکا حکومت او خلک به هرومرو له مصيبت څخه ووځي او د خپلو کورونو بيارغونه به وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |