CRI Online

سريلانکا کې سيلاونو او ځمک ښوېدنې ۱۴۶ کسان وژلي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-29 09:58:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سريلانکا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د می په ۲۸ مه نېټه وويل، چې په دغه هېواد کې سختو بارانونو سيلاونه او ځمک ښوېدنه رامنځته کړي چې له امله يې ۱۴۶ کسان وژل شوي ، ۱۰۰ تنه بې درکه شوي او تر يو مليون ډېر نور زيانمن شوي دي.

په دې وروستيو کې د سريلانکا ۱۴ لويديځې او جنوبي سيمې سختو بادونو او بارانونو ځپلې دي. اوس په دغو سيمو کې د ژغورلو چارې روانې دي او د مصيبت ځپلو کسانو د ځای پر ځای کولو په موخه ۳۰۴ لنډ مهالي ميشت ځايونه جوړ شوي دي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای