د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ميسيسيپي ايالت پوليسو د می په ۲۸ مه نېټه وويل، چې په دغه ايالت کې د ۲۷ مې نېټې په شپه د ډزو ۳ پېښې وشوې چې پکې د پوليسو په ګډون ۸ کسان وژل شوي دي. پوليسو يو شکمن کس نيولی دی.
د ميسيسيپي ايالت استخباراتي ادارې وياند وارن سټرېن په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د ډزو پېښې د دغه ايالت د لينلولن ولسوالۍ په بوګ چيټو ښارګوټي کې دريو کورونو کې وشوې.
د لينلولن ولسوالۍ د پوليسو ادارې رئيس سټيف ناش په قول، يو سړي په شپه پوليسو ته خبر ورکړ چې نامعلوم کسان د هغه له کوره له وتلو ډډه کوي. يو پوليس د پېښې ځای ته لاړ او ورپسې يې له شکمنو کسانو سره ډزې وکړې چې له امله يې دغه پوليس او ۳ نور کسان ووژل شول. برسيره پردې په نورو دوو کورونو کې هم په جلاجلا توګه ۲ کسان د اخ او ډب له امله وژل شوي دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |