د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا دفاع وزير جامس ماټيس د می په ۲۸ مه نېټه وويل، چې که د کوريا په ټاپووزمه کې د جګړې بيه ډېره وي، نو امريکا به له چين سره په ګډې همکارۍ د کوريا ټاپووزمې اټومي مسئله حل کړي.
نوموړي په همدې ورځ له امريکايي رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل، که د کوريا په ټاپووزمه کې جګړه رامنځته شي، نو ورانوونکې به وي. امريکا اوس له نړيوالې ټولنې سره د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې د حل په هڅه کې ده او دا نيت يې روښانه کړی چې غواړي په دې برخه کې له چين سره ګډې همکارۍ وکړي. امريکا د دغې مسئلې د حل په برخه کې د چين کوششونه تائيدوي.
د سږکال له پيل راهيسې د کوريا ټاپووزمې حالت لاپسې ترينګلي شوي او د نړيوالې ټولنې توجه يې راجلب کړې ده. د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت وياند د می په لومړۍ نېټه ويلي وو چې د کوريا ټاپووزمې اوسنی سخت حالت له ۵۰ کلونو راهيسې بې ساری دی، شمالي کوريا د اټومي وسلو پر ساتلو ټينګار کوي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |