CRI Online

په تېرو ۱۵ ورځو کې پر سوريې د نړيوال ائتلاف د هوايي بريدونو له امله لږترلږه ۱۱۰ عام وګړي وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-29 11:44:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د رسنيو او بشري حقوقو سازمان شمېره ښيي، چې د می له ۱۵ مې نېټې راهيسې پر سوريې د امريکا په مشرۍ د داعش ضد نړيوال ائتلاف د هوايي بريدونو له امله لږترلږه ۱۱۰ عام وګړي وژل شوي دي.

د سوريې خبري اژانس خبر ورکړ چې نړيوال ائتلاف په ۲۷ مه نېټه د سوريې د شمالي الرقې ښار په جنوبي سيمه کې د عامو وګړو پر ليږدوونکو موټرونو هوايي بريد وکړ چې له امله يې ۲۰ عام وګړي ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول. په ۲۶ مه نېټه يې د ختيځي درالزور ولايت پر جنوب ختيځ ښار هوايي بريد وکړ چې له امله يې د زياتو ښځو او ماشومانو په شمول ۳۵ عام وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

د سوريې د بشري حقوقو کتوونکی سازمان چې مقر يې د بريتانيې په لندن کې دی وايي چې په ۲۴ مه نېټه له الرقې ښار پر لويديځې سيمې د نړيوال ائتلاف په هوايي بريد کې لږترلږه ۱۶ عام وګړي ووژل شول.

د سوريې شام اېف ام راډيو خبر ور کړ چې په ۱۵ مه نېټه نړيوال ائتلاف د ديرالزور ولايت پر يو بل ښار بريد وکړ چې له امله يې تر ۴۰ ډېر ولسي وګړي ووژل شول.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت په ۲۷ مه نېټه په جلاجلا توګه د م م سرمنشي او د امنيت شورا رئيس ته د پيغامونو په ليږلو سره له نړيوال ائتلاف څخه د ناقانوني هوايي بريدونو د درولو غوښتنه وکړه. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای