CRI Online

په چین کې د خیالي ښامار کښتۍ اختر پیل شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-05-29 15:36:14
په چین کې د خیالي ښامار کښتۍ اختر پیل شوی دی

د روانې میاشتې ۲۸ نیټه د چین د خیالي ښامار کښتۍ اختر لومړی ورځ وه. د چین په بیلابیلو

ځایونو کې رنګارنګ دودیز فعالیتونه او نندارې ترسره شوي دي نو د ریل او سړک ترانسپورټ کرښې بر دې مهال له زیاتو ګڼو ګوڼو سره مخامخ شوی دی. په دې لنډه رخصتۍ کې خلک دې ته هوسیږي او خوښیږي چې شاوخوا او نږدې کې له ښکلیو ځایونو څخه لیدنې وکړي.

لومړی غواړو وطن دې تل وي او دوهم غواړو آب و هوا دې مناسبه وي. هر کال موږ د دغه جشن له لارې دا هیله کوو چې زموږ هیواد دې تل نیکمرغه او اباد اوسي!

د چین د جیانګ شی ولایت په ګان شي سیمه کې خلکو د خیالي ښامار کښتیو د ځغاستۍ د فعالیت له لارې دغه جشن یادوي او په تودو فعالیتونو سره د هیواد او ژوند په اړه خپل ښه نیت څرګندوي. د چین په نورو ځایونو کې د خیالي ښامار کښتیو د ځغاستۍ پرته نور رنګارنګ فعالیتونه هم روان دي مثلاً په دې جشن کې خلک د زونګ زه په نوم یو ډول خواړه هم پخوي چې پوښ یی د یو ډول ونې پاڼې دي او په کې وریجې او خرما یا غوښه اېښودل شوې دي.

په چین کې د دغه جشن په مناسبت دری ورځنۍ رخصتي شته نو ډیر کسان په دغه لنډه رخصتۍ کې یو لنډ سفر یا ګرځندویي هم کوي. د سیلانۍ ملی ریاست د انفورمېشن مرکز د اټکل له مخې د هیواد په دننه کې به د سیلانیانو شمیر اتیا ملیونه ته ورسیږي او په سیلانیز بازار کې عایدات به ۳۳ ملیارده یوانو ته ورسیږي. د اړوندو معلوماتو له مخې لنډ سفر د خلکو تر ټولو ډیر خوښیږي. خلک اکثراً ژوبڼ، پارک او ښه منظره لرونکي ځایونه خوښوي او شي ان، چنګ دو، سو جو ، ګوي لین ، سان یا او هانګ جو ښارونه د دوي خوښیږي. د جیانګ سو ولایت د سو چنګ ښار د سیلانیز خدمت یو شرکت کارکوونکي د سی ار ای خبریال ته وویل:

دغه رخصتي د ډیرو کسانو لپاره ګرانه ده ځکه چې نږدی اوږده رخصتي له پنځو میاشتو وروسته رسیږي. په دی وروستیو ورځو کې ډیرو کسانو زموږ له شرکت څخه پوښتنې کړې دي. د پاملرنې وړ مسئله ده چې په دې رخصتۍ کې د هوټل، خواړو او ټکټونو بیه لږ څه لوړیږي. که خلک غواړي په خپله موټر وچلوي نو باید مخکې له مخکې چمتوالی هم وکړي.

د دغه رخصتۍ په پیل سره د روانې میاشتې ۲۷ او ۲۸ نیټه د هیواد د ریل او سړک ترانسپورټ د مسافرینو له ډیرو ګڼو ګوڼو سره مخامخ شوی دی. د ریل د ادارې د اټکل له مخې له ۲۷ نیټې څخه تر ۳۰ نیټې پوری په هیواد کې د ریل له لارې د تګ راتګ د مسافرینو شمیر ۴۴ ملیونه ۶۰۰ زره تنو ته ورسیږي. د نان چانګ د ریل چارو ریاست د مسافرینو مدیریت مرستیال ګوه شوی هوا وویل چې د ریل ادارې د خپل توان د لوړولو په موخه یو لړ تدبیرونه نیولي دي. هغه زیاته کړه:

موږ د مسافرینو د وړلو راوړلو د ضمانت لپاره ۲۲ عامه ریلونه او ۴۱ لنډمهاله چټک ریلونه زیات کړي دي چې د مسافرینو د انتقال توان ۵ لکه تنو ته رسیدلی او د نور وخت په پرتله ۱ لک کسانو توان زیات شوی دی.

نیکمرغي ده چې په دې جشن کې د هیواد په اکثرو ځایونو کې هوا هم ښه ده. د اقلیمي چارو د ملی ریاست د اټکل له مخې په دې جشن کې د هیواد په اکثره برخه کې د باران د اوریدلو شونتیا لږه ده. مګر د هیواد په شمالي او شمال منځنۍ برخه کې د تودوخې درجه لوړه ده نو یادونه دا ده چې ټول کسان باید د لمر څخه د ځان ساتنې لازم تدبیرونه ونیسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای