د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د مې په ۲۹مه نېټه په پاريس کې خبرې اترې وکړې.مکرون تر خبرو اترو وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې فرانسه هيله لري چې له روسيې سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره همکاري پياوړې کړي.هيله ده چې روسيه،فرانسه،جرمني او اوکراين به د نورمندي شکل په چوکاټ کې سلامشوره وکړي تر څو د اوکراين په ختيځ کې شخړې له منځه يووړل شي.
پوټين وويل چې د روسيې او فرانسې ترمنځ ګډې ګټې د توپيرونو په پرتله زياتې دي.دواړو خواوو موافقه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته به لومړيتوب ورکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |