د سين هوا اژانس د خبر له مخې،شمالي کوريا د مې په ۳۰مه نېټه دا څرګنده کړه چې دغه هېواد يو ځل بيا د توغندي ازموينه تر سره کړې ده.دا په يو مياشت کې ۳م ځل دی چې شمالي کوريا د توغندي ازموينه تر سره کوي.
د شمالي کوريا مرکزي اژانس د خبر له مخې،د دغه هېواد مشر کيم جونګ ون د روانې مياشتې په ۲۹مه نېټه د توغندي د توغولو د کارونو لارښوونه کوله.
د خبر له مخې،د روانې مياشتې په ۱۴مه او ۲۱مه نېټه شمالي کوريا په جلا جلا توګه د توغنديو ازموينې تر سره کړې دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |